اسراییل کې د جګړې پر ضد پراخ اعتراضونه؛ سلګونو کسانو لاریونونه کړي

په داسې حال کې چې اسراییلي حکومت د جګړې پر مهال پر اعتراضونو او عامه غونډو محدودیتونه لګولي، سلګونو اسراییلیانو په بېلابېلو ښارونو کې د جګړې پر ضد لاریونونه کړي دي.

راپورونه ښيي، دغه اعتراضونه تل‌ابیب، حیفا، اورشلیم او کفرسبا کې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، معترضانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې او شعارونه یې ورکړي چې جګړه باید پای ته ورسېږي او د حکومت تګلاره بدله شي.

دا اعتراضونه داسې مهال کېږي چې د اسراییلو دننه د جګړې دوام، د حکومت تګلاره او د مشرتابه پر کړنو نیوکې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دکمه بازگشت به بالا