اسلام‌اباد افغان مسافر د قانوني اسنادو سره الوتنې ته نه دي پرېښودل شوي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد هوایي ډکر کې یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو سره ورته د سفر اجازه نده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې، دغه مسافرو په سوشل میډیا هغه ويډیوګانې هم خپرې کړي چې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

د راپورونو له مخې، دغه مسافر کې کابل ته یې پراوز درلود، هر یو یې شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.

پاکستاني خبریال طاهر خان هم د افغان مسافرو له قوله لیکلي چې د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې دوی ته، سره له دې چې قانوني ویزې یې لرلې، د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

دغه پاکستاني خبریال نن یکشنبه(د لیندۍ ۳۰مه)،په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې نن لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافر چې د کام‌ایر الوتکې له لارې له اسلام‌اباد نه کابل ته د تګ په حال کې وو، د پاکستان د کډوالۍ ادارې کارکوونکو لخوا اجازه ورنکړل شوه چې الوتکې ته پورته شي. په داسې حال کې چې دغومسافرو قانوني ویزې او د سفر بشپړ اسناد لرل.

طاهر خان په خپل پوسټ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د فدرالي ادارې (FIA) حسابونه هم منشن کړي او غوښتنه یې کړې، چې دا موضوع دې وڅېړل شي.

دا ستونزې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې له هوایي لارې، د سختو شرایطو، لوړو لګښتونو او محدودیتونو سره، تګ راتګ کولی شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2138e
دکمه بازگشت به بالا