اسلاماباد امریکا د بلوچستان د پرمختیا لپاره ۱.۲۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه

اسلاماباد – د امریکا سفارت اعلان کړی چې متحده ایالات به پاکستان ته د بلوچستان اقتصادي پروژو د پیاوړتیا په موخه ۱.۲۵ میلیارده ډالره مرسته وکړي. د دې مالي مرستې هدف د سیمې خلکو ته د پرمختګ نوي فرصتونه برابرول او د سوداګرۍ او پانګونې د امکاناتو پراختیا ده.
د امریکا سفارت شارژدافیره نټالي بېکر په خپل لنډ ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه مرسته به په بلوچستان کې د بنسټیزو پروژو ښهوالي، د کاروبارونو د پراختیا او د کار زمینو برابرولو لپاره اغېزناک ګام وي. هغې ټینګار کړی چې دا اقدام د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نوره هم ټینګې کوي او په اوږدمهاله توګه به په وروسته پاتو سیمو کې د پانګونې کچه لوړه کړي.
په راپور کې راغلي چې د مالي مرستې له لارې به هغه پرمختیايي پروژې ملاتړ شي چې موخه یې د سیمې د خلکو د ژوند معیار لوړول، د کار زمینې برابرول او د سوداګرۍ چاپېریال ښه کول دي. سرچینې وايي، د دې پروژو عملي کېدو سره به د بلوچستان د اقتصاد پرمختګ چټک شي او د سیمې خلکو ته به مستقیمې ګټې ورسېږي.
په سیمه کې تحلیلګران باور لري چې د امریکا دغه اقدام نه یوازې د اقتصادي پراختیا لپاره مهم دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا یو مهم ګام هم دی.

