اسلاماباد او نوي ډېلي پرلهپسې چاودنې د سیمهییز امنیت اندېښنې راپارولي

د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په سیمهییزه محکمه کې د سېشنبې د ورځې خونړۍ چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی، او لږ تر لږه ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، دغه چاودنه د محکمې د دروازې مخې ته رامنځته شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر وکیلان، ملکی وګړي او امنیتي سرتېري د مرګژوبلې ښکار شوي دي. د پېښې له سیمې وروسته د امنیتي ځواکونو لهخوا کلک څار پیل شوی او سیمه یې د پلټنو لپاره تړلې ده.
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، دغه برید د «ترهګرۍ یو ښکاره عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دا برید د هغو ترهګرو شبکو له لوري ترسره شوی، چې د ده په وینا، له هند څخه ملاتړ ترلاسه کوي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد خپله جګړه لا پسې پیاوړې کړي، او د دې برید د قربانیانو وینه به بېځوابه نه پرېږدي.
جاسم احمد بوتو، د محکمې یو وکیل او د پېښې عیني شاهد، رسنیو ته ویلي:
«موږ مخکې هم ډېرې پېښې لیدلې، خو دا ځل حالت خورا دردناک و. یو له خپلو نږدې همکارانو مو سهار لس بجې ولید، ټاکل شوې وه د یوې قضیې د اورېدنې لپاره یوځای شو، خو څو ساعته وروسته خبر شو چې هغه نور ژوندی نه دی. دا ډېره سخته او زغمل یې ګران دي.»
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سازمان، چین، قطر، روسیې او برېتانیا دغه برید په کلکه غندلی او له د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرهان حق، ویلي:
«سرمنشي د اسلاماباد د برید له امله سخت خواشینی دی، د قربانیانو کورنیو ته خپل تسلیت وړاندې کوي او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله لري. هغه ټینګار کوي چې د دې برید ټول عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
د امریکا متحده ایالاتو هم دغه برید په کلکه غندلی او د پاکستان له حکومت سره یې د ترهګرۍ ضد هڅو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د بشپړ ملاتړ ژمنه تازه کړې ده.
یاده چاودنه په داسې مهال شوې، چې یوازې یوه ورځ وړاندې د هند په پلازمېنه نوي ډېلي کې هم د «رېډ فورټ» د مېټرو سټېشن ته نږدې چاودنه شوې وه، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي وو.
د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي، د ډېلي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پر مهال ویلي، چې د برید عاملان به ژر ونیول شي او د خپلو کړنو سزا به وویني.
د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې دا پرلهپسې بریدونه د سیمې امنیتي وضعیت ته جدي اندېښنې زېږولي، او څارونکي یې د احتمالي سیمهییزو کړیو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو نښه بولي.

