اسلاماباد د افغان کډوالو پر کورونو چاپې؛ ۱۵۰ کورنۍ نیول شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، تېره شپه شاوخوا یوه بجه په اسلاماباد کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهل شوې او ۱۵۰ کورنۍ په یو ځل نیول شوې دي.
د راپورونو له مخې چې د پاکستاني پولیسو له لوري دا چاپې د اسلاماباد په «ارجنټینا پارک» کې وهل شوې او نیولشوې کورنۍ د ایستلو لنډمهالو پنډغالو ته استولې دي.
په ورته مهال په پاکستان کې افغان کډوالو ویلي چې دوی له سخت وضعیت سره لاس و ګریوان دي.
له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو ډلهییزې نیونې په بېسارې توګه زیاتې شوې او د دې ترڅنګ پاکستانی حکومت هره ورځ زرګونه کډوالې کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته رالېږي.
بلخوا که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو چارو او پر بشري حقونو د څار ګڼو ادارو له پاکستاني حکومت غوښتي چې د کډوالو جبري ایستل ودروي، خو پاکستاني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان وباسي.
د ویلو ده چې سږ کال له ایران څخه هم د افغان کډوالو جبري را ایستل زیات شوي او د راپورونو له مخې چې یوازې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال له ایران څخه را ایستل شوي دي.

