اسلاماباد: پاکستان په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» پر حضور اندېښنه ښودلې

خبرگزاری سریع؛ د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار د اسلامي همکارۍ سازمان د تماس ډلې لومړنۍ ناسته کې په افغانستان کې د “لسګونه ترهګرو ډلو” د حضور په اړه د پاکستان جدي اندېښنې راپورته کړې.
دغه پاکستاني سناتور او چارواکي د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې سرمشریزې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان (اوایسي) په یوه لوړپوړې غونډه کې د سولې او زغم په اړه وینا کنفرانس کې په افغانستان کې له اسلامي امارت د داسې ټینګو او ریښتینو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه چې خاوره به یې د ګاونډیو هېوادونو، په تېره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، په هغو ډلو کې چې د پاکستان د امنیت لپاره سرخوږی دی، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېل،اې) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا (ايټياېم) شامل دي چې په وینا یې له القاعده شبکې سره نژدې همکاري لري او د سيمې او نړيوالې سولې او امنيت لپاره جدي ګواښ جوړوي.
پاکستان وړاندې هم د افغانستان له خوا د دوی خاورې ته د اورپکو د اوښتو او هلته د بریدونو پړه په افغانستان کې د فعالو اورپکو ډلو پر غاړه اچولې ده، خو په افغانستان کې حکومت څو ځله د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په خپله خاوره کې د امنیت په راوستلو کې د پاتې راتلو پړه پر افغانستان اچوي.