اسلام‌امارت: د انټرنېټ بندېدو په اړه د اسوشیټډپرس راپور جعلي دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د انترنټ د بندیدو د توجیه په اړه د اسوشیټیدپرس هغه ادعا ناسمه او جعلي ده، چې د ده په حواله یې کړې ده.

مجاهد په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: “هیله ده رسنۍ مسئولانه او مسلکي چلند وکړي. موږ که کوم دريځ او خبره د اعلان وړ وبولو له خپلو ادرسونو یې وایو نه له بهرنیو چینلونو څخه.”

اسوشیټډپرس خبر خپور کړی و چې ګواکې مجاهد افغانستان کې د انټرنېټ پرې کول رد کړي او په یوه واټس‌اپ ګروپ کې یې ویلي چې افغانستان کې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه ځکه پرې شوي چې د نوري فایبر مزي زاړه شوي او د بدلېدو په حال کې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6161a
دکمه بازگشت به بالا