اسلامي امارت: د دولتي ځمکو د وېش او ودانیزو چارو لپاره نوی قانون توشیح کړ

د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ، هغه دولتي ځمکې چې د استوګنې او سوداګرۍ لپاره ځانګړې شوې دي او د ښاري پلان له مخې یو شمېر بنسټیزې چارې پکې ترسره شوې؛ اړینه ده چې خلکو ته د عادلانه وېش لپاره دې هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د همدې پرېکړې له مخې د چارو ادارې د لوی ریاست په مشرۍ کمېټې ته اړوند قانون جوړ او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري توشیح شو.

یاد معاونیت زیاتوي، د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅلاو، وېش او د ودانيو د اجازې قانون په یوه سريزه، څلورو بابونو، شپږو فصلونو او ۳۸ مادو کې ترتیب او توشیح شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5642a
دکمه بازگشت به بالا