اسلامي امارت د شوروي له وتلو د کاليزې په ویاړ خبرپاڼه خپره کړه

اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو له وتلو د ۳۷مې کاليزې په مناسبت خبرپاڼه خپره کړې او دا ورځ یې په افغانستان کې ویاړمنه او د شکر ورځ بللې ده.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ او هجرتونه هغه لاملونه و، چې شوروي ځواکونه مات او له افغانستانه وتلو ته اړ شول.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغان ولس د خپل دین، خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره تل قربانۍ ورکړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان په تېرو سلو کلونو کې درېیم ځل له اشغال څخه ازاد شوی، چې دا د خلکو د کلک هوډ او د خپلواک ژوند د ارادې څرګندونه کوي.
اسلامي امارت له خلکو غوښتي، چې د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي، اسلامي وحدت وساتي او د دین، عقیدې او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د خپلو پخوانیو لارښوونو تعقیب وکړي.

