اسلامي امارت له پاکستان سره د اوربند مسوده شریکه شوې

د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترکیې په استانبول کې له شاوخوا ۱۵ ساعته پرله‌پسې بحثونو وروسته، د افغانستان لوري تېره شپه شاوخوا دوه بجې خپله نهايي مسوده پاکستاني پلاوي ته سپارلې ده.

د سرچینې په وینا، په دې مسوده کې تمرکز پر دې شوی چې پاکستان باید د افغانستان د ځمکنۍ او هوايي فضا درناوی وکړي او هېڅ داسې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغان دولت او خلکو پر ضد د افغانستان له خاورې کار واخلي.

په مسوده کې همداراز وړاندیز شوی چې د اوربند د څار او د سرغړونو د ارزونې لپاره دې یو څلور اړخیز میکانیزم جوړ شي، څو اړوند معلومات د دواړو لورو تر منځ په منظم ډول تبادله شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مسوده د منځګړو هېوادونو له لارې پاکستاني لوري ته سپارل شوې، او نن سهار شپږ بجې د هغوی له خوا دویمه مسوده هم وړاندې شوې ده.

ټاکل شوې چې نن غرمه دولس بجې دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې یو ځل بیا سره وګوري، څو د خبرو پای ته رسېدو او یوې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو هڅې وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1190s
دکمه بازگشت به بالا