اسلامي امارت مولوي احمدالله ناني د وفات له امله خواشيني يو

د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مهم شخصيت مولوي احمدالله ناني د وفات په تړاو خواشينې ښودلې ده.

ښاغلي فطرت په خبرپاڼه کې ويلي، چې اسلامي امارت د نوموړي د وفات له امله د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو عزيزانو ته د زړه له کومې تسليت وړاندې کوي او د جنت‌الفردوس دوعا ورته کوي.

د يادونې وړ ده، چې مرحوم د اسلامي امارت په شل کلن جهاد دوره کې د بېلابېلو کمېسيونونو مسوول پاتې شوی او په دې لړ کې يې ډېرې لوړې ژورې او حتی په زندانونو کې ډېرې سختې ګاللې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6790a
دکمه بازگشت به بالا