اسلامي امارت په کابل کې د دوحې پروسې درېیمه ناسته ترسره کړه

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته په حضوري او آنلاین بڼه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموموریت (یوناما) په کوربه‌توب په کابل ګرینډ هوټل کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو ترڅنګ د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، د ګڼو هیوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو او اړونده کار پوهانو په حضوري او انلاین توګه ګډون کړی و.
سرچینې لیکلي چې یاده ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه، چې لومړۍ یې د ودې او شمولیت او دویمه یې د همږغۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د ناستې په لړ کې د اسلامي امارت استازو په هیواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت را پدېخوا  لاسته‌راوړنې او پرمختګونه شریک کړي دي.
“بلخوا ګډونوالو هم په خپل وار د ا.ا.ا د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د خصوصي سکتور د حمایې په برخه کې د خپلو ترسره کړو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.”
بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې غونډې ټولو اړخونو ننګونو ته د رسیدو لپاره وړاندیزونه شریک کړي او په لا ډېرې همغږۍ ټینګار شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q221q
دکمه بازگشت به بالا