اسلامي هېوادونو کې د پانګونې لاره پرانستل شوه: پنجشېر ته د ۲۵۰ شرکتونو له خوا د نږدې ۹۰۰ میلیونو ډالرو وعده

د لسو اسلامي هېوادونو علماوو، پانګهوالو او د شرکتونو مالکانو په تېرو ورځو کې پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په ناسته کې ژمنه کړې چې شاوخوا ۲۵۰ شرکتونه به هر یو په افغانستان کې د ۹۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر والي په هېواد کې د پنځوس کلنو ناخوالو له پای او د اوسني امنیتي وضعیت ته په اشارې ويلي، چې په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.
د یمن د علماوو شورا رئیس دوکتور عبدالله الزنداني او نور ګډونوالو د افغانستان د امنیت ستاینه کړې او ډاډ يې ورکړی چې د اسلامي نړۍ خلکو ته به د افغانستان واقيعي انځور وړاندې کړي او د اسلامي امارت د ټینګښت لپاره به پانګونې ته دوام ورکړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a445s