اسماعیل بقايي د افغانستان او پاکستان ترینګلتیا د تهران لپاره د اندېښنې وړ ده

د افغانستان او پاکستان د ترینګتیاوو زیاتېدو په دوام، د ایران بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ویلي چې د دغو ګاونډیو هېوادونو د ستونزو پراخېدل د تهران لپاره د اندېښنې وړ دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي ویلي چې د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ روان وضعیت د ایران ملي امنیت لپاره خطرناک دی.

ایراني چارواکو تر دې مخې هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ترینګلتیاوو اندېښنه ښودلې وه او د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ یې مذاکراتو د دوام غوښتنه کړې وه.

بلخوا د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته‌شویو ستونزو د حل هڅې کوي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان او فلسطین دوه هغه هېوادونه بللي چې پراخ سیاسي مشارکت ته اړتیا لري.

دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند ټینګ شوی، خو څو ورځې مخکې پاکستاني عسکرو له دغه اوربند سرغړونه وکړه او په سپین‌بولدک کې یې د عامو خلکو کورونه په نښه کړل.

د ویلو ده چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې هم تړلې پاتې دي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/h112f
دکمه بازگشت به بالا