اسټرالیا د اسلاماباد خبرې له پایلې پرته د اندېښنې وړ بللي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، د اسلاماباد خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدل د اندېښنې وړ دي او د خبرو د نوي پړاو د ژر پیل غوښتنه یې کړې ده. هغې ټینګار کړی چې د دیپلوماتیکو هڅو دوام د شخړو د کمولو لپاره مهم دی.
په اسلاماباد کې له ايراني پلاوي سره له مذاکراتو وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس ویلي، له ایران سره هېڅ هوکړه نه ده شوې.
نوموړي ادعا کړې چې امریکا خپل شرطونه وړاندې کړي وو، خو د خبرو د بېپایلې کېدو مسوولیت د واشنګټن د سختو او یو اړخیزو غوښتنو له امله رامنځته شوی.

