اسپانیا د غزې پر کړکېچ د اسرائیلو په نړيوالو سياليو بندیز وغوښت

د اسپانيا لومړي وزير پېډرو سنچېز په غزه کې د اسرائیلو د کړنو له کبله په نړيوالو سپورټي سياليو کې د اسرائیلو پر ګډون د بنديز غوښتنه کړې ده.

نوموړي د اسپانيا د سوسيالېسټ کارګر ګوند غړو ته په وینا کې وويل، “اسرائيل بايد نور له نړيوالو سټېجونو د خپل ځان د سپینولو لپاره کار وانخلي”. ده زیاته کړه، له اسرائیلو سره بايد هغسې چلند وشي لکه څنګه چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرايين له يرغل وروسته له روسيې سره وشو.

د يکشنبې په ورځ د اسرائیلو د بهرنيو چارو وزير ګيدعون سعر د اسپانيا لومړی وزير يوه “شرمېدلې څېره” وبلله او هغه یې په ماډريډ کې د فلسطينيانو په ملاتړ د لاريونونو په هڅولو تورن کړ. د دغو مظاهرو له کبله د وېلټا اسپانيا د بايسکل ځغلونې سيالۍ چې د اسرائیلو يوه لوبډله هم په کې وه، لغوه شوې.

د اسپانيا لومړي وزير مخکې ويلي وو، د” دريو اوونيو سياليو پر مهال لاريونونو وښوده چې اسپانيا د غزې په مسئله کې د یوې بېلګې په توګه له وياړ سره وځلېده.”

د اسپانيا څو وزيرانو هم د وروستي پړاو لاريونونه ستايلې چې د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو په کې برخه لرله.

د اسپانيا د ډيجيټل بدلون وزير اوسکار لوپېز ويلي، “زما لپاره دا يو راحت دی چې زرګونه خلک د دغه نسل وژنې پر ضد راپاڅېږي، ځکه دا نسل وژنه ده او بل نوم نه لري”.

اسرائیل په بيا بيا دا ردوي چې په غزه کې یې کړنې نسل وژنه ده او دا د خپل ځان دفاع بولي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5658a
دکمه بازگشت به بالا