اسیا کپ نن شپه په اماراتو کې پيلېږي: افغانستان د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه کوي.

د اسيا کپ شل اوريزې سيالۍ د هند په کوربتوب په متحده عرب امارتو کې نن سې شنبې پيلېږي. لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ د افغانستان په وخت د ماښام پر اووه بجو په ابوظبۍ کې ده.

د افغانستان دويمه لوبه له بنګله دېش سره د سپټمبر پر ۱۶ او درېيمه لوبه له شري لنکا سره د همدې مياشتې پر ۱۸ نېټه ده.

د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سيالۍ په هند کې ترسره کېدې خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له کبله متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې.

د اسیا جام شل اوریزو سياليو کې ټولې اته لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عرب امارت او عمان دي. په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ يو ځای شوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a768s
دکمه بازگشت به بالا