اطلاعاتو او کلتور وزارت احمد شاه بابا تاريخي کور د ۱۷.۵ ميليونه افغانيو په لګښت بيارغول شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کندهار کې د اوسني افغانستان بنسټاېښودونکي او ستر امپراطور احمد شاه بابا تاريخي کور د بيارغونې چارې بشپړې کړې.
د ياد وزارت مسوولين وايي، د بيارغونې دغه پروژه د ۱۷.۵ ميليونه افغانيو په لګښت او د دوو کلونو په موده کې پلې شوې، چې موخه يې د هېواد تاريخي او کلتوري ارزښتونو ساتنه او بيا ژوندي کول وو.
چارواکي ټينګار کوي، احمد شاه بابا تاريخي کور د ملي هويت يو مهم سمبول دی او بيارغونه يې د کلتوري ميراثونو د خونديتوب، د تاريخي اثارو د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د ملي شتمنيو د لېږد په برخه کې ارزښتناک ګام بلل کېږي.
د مسوولينو په وينا، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د تاريخي اثارو ساتنې ته پاملرنه زياته شي او کلتوري ارزښتونه به له زيان او له منځه تلو څخه خوندي پاتې شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3400e

