افغانستان–ازبکستان د غوښې صادراتو او اصلاح شويو تخمونو ګډې همکارۍ پراخې شوې

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ازبکستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف سره مهمه کتنه کړې ده. په دې کتنه کې دواړو خواوو د غوښې د صادراتو د پراختیا، اصلاح شويو تخمونو د تبادلې او د بڼونو د جوړولو په برخو کې د ګډې همکارۍ پر پراخېدو تفصیلي بحث کړی دی.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې افغانستان او ازبکستان تاریخي او ژورې اړیکې لري او د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره پراخه زمینه شتون لري. نوموړي زیاته کړې چې دواړه هېوادونه کولای شي د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې یوه باثباته او دوامداره همکاري رامنځته کړي.

مولوي عثماني د افغانستان د خصوصي سکتور د ظرفیتونو ستاینه کړې او وړاندیز یې کړی چې په هېواد کې باید لوی، معیاري او عصري فارمونه جوړ شي؛ څو د غوښې د تولید کچه لوړه، کیفیت تضمین او د صادراتو بهیر په منظم ډول مدیریت شي. د هغه په باور، د فارمونو معیاري کېدل به نه یوازې د کورني تولید د پیاوړتیا لامل شي، بلکې د افغانستان د صادراتي ظرفیت د زیاتېدو لپاره به مهم ګام وي.

ازبک چارواکي جمشید عبدوذوکروف په ګډه کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم په تېرو کلونو کې له ۴۱۰ میلیونه ډالرو څخه ۶۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی او ازبکستان غواړي د کرنې، مالدارۍ، اصلاح شويو تخمونو او نورو تخنیکي برخو کې له افغانستان سره همکاري پیاوړې کړي. هغه د ګډو کرنیزو پروژو، د تجربو تبادلې او د پانګونې د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دغه راز، په معلوماتو کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د کرنې وزارت کورني او بهرني پانګه‌وال هڅوي چې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې پانګونه وکړي، ځکه چې په هېواد کې د کرنې سکتور د ودې لپاره مناسبې طبیعي، اقتصادي او مسلکي زمینې موجودې دي. وزارت وایي، د پانګونې د جذب لپاره لازمې اسانتیاوې برابرېږي او هڅه کېږي چې د تولید، کیفیت او صادراتو کچه د سیمه‌ییزو اړتیاوو او نړیوالو معیارونو مطابق لوړه شي.

دغه کتنه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د لا پراختیا لپاره یو بل ګام بلل کېږي، او تمه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې په کرنیزو او سوداګریزو برخو کې نورې هم پیاوړې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w357e
دکمه بازگشت به بالا