افغانستان او ایران: د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې همکارۍ پر پراختیا ټینګار

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ايران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزير سید محمد اتابک په مشرۍ پلاوي سره ناسته کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د سوداګرۍ، د ټرانزيتي او پانګونې د هوکړو پر لاسليک، د ترجيحي تعرفو، د قرنطين ستونزو پر حل، د غير تعرفوي محدوديتونو پر حل او دغه راز د افغانستان د زراعتي محصولاتو د صادراتو اسانولو په تړاو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د دوه اړخيزو غونډو د جوړېدو، د بانکي ستونزو د حل، د ۱۶ ګډو کمېټو د فعاليدو، د افغان ـ ايران کلنی نندارتون د جوړېدو، د افغانستان د پنبې پېرلو، په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د ۲۴ ساعته د برېښنا فعالولو او چابهار بندر کې د ۵۰ کانتینره ظرفيت لرونکو کوچنيو کښتیو د کارونې په اړه وړاندیزونه شوي دي.

د صنعت او سوداګري وزارت په خپل خبرپاڼه کې زياته کړې، چې د ایراني لوري د یادو ستونزو د حل ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزيټ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ پر لا زیاتوالي ټینګار شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5704a
دکمه بازگشت به بالا