افغانستان او ایران د مسلکي کارګرو تبادله او کاري حقونو تضمین تر بحث لاندې نیول شوی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت له مرستیال سید مالک حسيني او مل پلاوي سره په کابل کې کتلي دي.
د ياد وزرات وياند سيمعالله ابراهيمي وايي، دواړو لوريو د دوهاړخیزو کاري، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د کار ځواک پر تبادله، د فني او حرفوي زدهکړو پر پراختیا، د کار بازارونو پر مطالعې او په ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقونو پر خوندیتوب خبرې کړې دي.
ملا عبدالمنان عمري ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي له ایران سره د مسلکي کارګرانو منظم او قانوني لېږد، د عادلانه مزد، بیمې، خوندي کاري شرایطو او د بشري او کاري حقونو د تضمین په برخه کې تفاهم ته ورسېږي.
د ښاغلي ابراهيمي د سید مالک حسینی په حواله ويلي، ایران چمتو دی د قانوني کاري لېږد، د ماهرو کارګرو د تبادلې او د لنډمهاله او اوږدمهاله فني او حرفوي روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند په وينا، دواړو لوريو د ګډو پروژو، د کاري فرصتونو او فني زدهکړو د پراختیا پر دوام ټینګار کړی، او ایراني لوري افغان وزیر ته د رسمي سفر بلنه هم وړاندې کړې ده.

