افغانستان او بنګله‌دېش: حشمت‌الله وايي پر خپلې لوبډلې پوره باور لري

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دريو يو ورځينو سياليو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې نن چهارشنبې (۸ اکټوبر) د افغانستان پر وخت د مازديګر څلور نیمې بجې پيلېږي.

افغان لوبډلمشر حمشت الله شهيدي له لوبې يوه ورځ وړاندې خبري کنفرانس ته وويل ، “زه په خپل ټيم باور لرم، زه فکر کوم موږ ښه لوبډله لرو او په تېر کې مو هم په يو ورځینو سياليو ښه کرېکټ کړی دی.”

افغانستان تر دې وړاندې همدا روانه مياشت بنګله دېش ته د شل اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ بايللې وه او هغسې چې تمه کېده لوبغاړي ښه ونه ځلېدل. همدې ته په اشارې، نوموړي زياته کړه، شل اوريزې لوبې او يو ورځنۍ توپیر لري، “زه فکر کوم بنګله دېش په شل اوريزه لوبلړۍ کې ښه سيالي وکړه… موږ په دې وروستيو کې ښه کرېکټ کړی، زه باوري يم او هيله لرم چې سبا ښه پيل وکړو.”

ستاسو په اند د چا د ګټلو چانس ډېر بولی او ولئ؟ خپل نظرونه راسره شریکولی شئ.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6387a
دکمه بازگشت به بالا