افغانستان: د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنۍ لوبې لومړۍ ګټنه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله‌دېش لوبډلې څخه د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه ګټلې ده.

دا لوبه د بنګله‌دېش لوبډلې په توپوهنه پیل شوه او افغان لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د لوبې په ۴۷ ام اور کې یاد هدف ته ځان رسولی او بریا یې ترلاسه کړې ده.

د ویلو ده چې د دې لوبې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی شوی چې د توپ‌اچونې په برخه کې درې وېکټې ترلاسه کړې او په توپوهنه کې یې ۴۰ چټکې منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان او بنګله‌دېش دویمه لوبه به راتلونکې شنبې د مازدیګر څلورنیمې بجې وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6436a
دکمه بازگشت به بالا