افغانستان: د ختیځو ولایتونو زلزله؛ ژغورنې هڅې لا هم پېچلې دي

د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې پر درېیمه ورځ هم د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي. تېره ورځ هم په تر ټولو ډېر ځپل شوي ولايت کونړ کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي وو.
کونړ ته تللي خیريه کارکوونکي وايي، د لارو بندېدو او ځمکې ښويېدو له کبله ژغورونکې ډلې اړ دي چې لرې پرتو سيمو ته په پښو مزل وکړي.
که څه هم د حکومت ګڼ شمېر ټپيان د چورلکو په مټ د کونړ او جلال اباد مرکزي روغتونونو ته لېږدولي خو ويل کېږي لا هم ځينې خلک په لرې پرتو سیمو کې بند پاتې دي.
د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ چارو مشر انډرېکا رټواټې، ويلي دا زلزله ښايي پر سلګونه زره خلکو اغېز وکړي. ده ويلي کونړ کې د ژغورنې هڅې د مځکې ښويېدو له امله لا پېچلې شوې، چې غرنيو سيمو کې يې لارې بندې کړې دي.
بل پلو روغتيايی چارواکي وايي، د ټپيانو د زياتوالي له کبله د درمنلې بهير له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.