افغانستان: د شهیدانو او معلولینو وزارت د حقوقو د وېش درېیمه دوره پیل کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د حقوقو د وېش درېیمه دوره پیل کړې چې د تلې، لړم او لیندۍ میاشتې پکې شاملې دي.

د دغه وزارت د مالي او اداري چارو رئیس وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۱۲میلیاردو افغانیو بودجې څخه ۸ میلیارده او ۱۹۰ملیونه افغانۍ د مرکز او ولایتونو د یتیمانو، کونډو او معلولینو بانکي حسابونو ته ورکړل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو رییس، کلیم‌الله افغان هم په دې اړه وايي: « د روان کال په تېرو څلورو نيمو مياشتو کې، وزارت په بشپړه رڼه توګه ۸ ميليارده او ۱۹۰ ميليونه او ۸۵۳ زره افغانۍ د يتيمانو، کونډو ښځو او معلولينو بانکي حسابونو ته لېږدولي، او هغوی له مياشتنيو نغدو مرستو څخه ګټه اخیستې ده.»

د دغه وزارت مسوولان د حقوقو د وېش بهیر د روڼتیا او څارنې په تړاو ډاډ ورکوي او وايي، اوسمهال په دغه وزارت کې ۶۹۴ زره معلولین، یتیمان او کونډې ثبت دي، چې له دې منځه د ۵۰۰ زرو کسانو معلومات په ډیجیټل سیسټم کې ثبت شوي دي.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند، فیصل خاموش هم په دې اړه وايي: « پورته شمېرې ۴۰۵,۷۶۳ يتيمان، ۱۰۰,۷۹۹ کونډې او ۱۸۸,۴۱۶ معلولین شاملوي. له دې معلولینو څخه ۴۹,۷۸۴ ښځينه معلولین، ۳۷,۵۶۵ فلج کسان او ۱۶,۲۴۷ دوه‌چنده ړانده کسان دي.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې د خیریه موسسو او همکارو سازمانونو په همکارۍ یې د ۷۰ زره شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

دوی وايي، دا پیسې د خوراکي مرستو، نغدو پیسو، کاري وسایلو او د شهیدانو او معلولینو کورنیو د نورو تجهیزاتو لپاره لګول شوې دي.

ښاغلی خاموش زیاتوي: « د شهیدانو او معلولینو وزارت سږکال د خیریه بنسټونو او همکارو سازمانونو سره د هېواد بې‌وزلو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره تړونونه لاسليک کړي او د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت یې د شهیدانو او معلولینو ۷۰ زرو کورنيو ته د خوړو او غير خوړو توکي، نغدي مرستې، ويلچرونه، د ګنډلو ماشينونه، موټرسایکلونه او نور توکي برابر کړي دي.»

د شهیدانو او معلولانو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو دورو کې د ۶۰۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو حقوق د هغوی بانکي حسابونو ته جمع شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6594a
دکمه بازگشت به بالا