افغانستان: زمري میاشت کې د ۲۳۳۷ بهرنیو وګړو تګ ـ راتګ ثبت شو

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د ۲ زره او ۳۳۷ بهرنیو وګړو د تګ ـ راتګ له ثبت خبر ورکړی دی.

د يادې ادارې ثبت شوي ارقام ښيي، په دې لړ کې د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، ۱۲۸۳ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ تنه نور د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۲۳۶ تنه د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره او پاتې نور د کار یا زده‌کړو په موخه راغلي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4888a
دکمه بازگشت به بالا