افغانستان-قطر: د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او همکاریو زیاتوالی ټینګار وشو

په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر شیخ سنیع‌الله فرهمند، د ياد هېواد لپاره د قطر سفارت له چارسمبالي دوکتور نایف بن جاسم محمد العبدالجبار سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
یادو چارواکو دغه‌راز د سیمې پر یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو هم اندونه تبادله کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a716s
دکمه بازگشت به بالا