افغانستان له ایران سره د ۱۴۰۵ کال د برښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړ

د افغانستان برښنا شرکت اجرایوي ریس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ یوه پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت ته د سفر په ترڅ کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال لپاره د برښنا د پېرلو د تمدید قرارداد له ایراني لوري سره لاسلیک کړ.
برښنا شرکت نن (چهارشنبه، د فبروري ۱۸مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا سفر د ایران اسلامي جمهوریت د برښنا مدیریت، لېږد او وېش شرکت (توانیر) په بلنه ترسره شوی او د ملا عبدالحق حمار په مشرۍ د افغانستان برښنا شرکت لوړ پوړی پلاوی ایران ته سفر کړی دی.
د مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ، د برښنا شرکت مشري پورته ذکر شوي پلاوي د ایران په پلازمینه تهران کې د برښنا د لېږد د زیربنا د پراختیا او له ایران څخه افغانستان ته د وارد شوي برښنا د پېرلو په اړه په ګډه دوه اړخیزه غونډه کې له ایراني لوري سره هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د برښنا شرکت مشرتابه د ګاونډیو برښنا صادرونکو هېوادونو سره د غونډو په ترسره کولو سره همکاري او ګډې اړیکې تر بل هر وخت زیاتې او پیاوړې کړې دي، چې په پایله کې یې د وارداتي برښنا په مختلفو سکتورونو کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q620q
دکمه بازگشت به بالا