افغانستان: له جاپان سره د ځوانانو فوټبال لومړۍ سیالۍ ته تیاری

د افغانستان له ۲۳ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي.
د ۲۰۲۶ له ۲۳ کلونو کمعمره ځوانانو فوټبال اسیا جام غوراوي سیالۍ نن پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړی لوبه د جاپان پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان او جاپان لوبډلو ترمنځ لوبه په میانمار هېواد کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د مازدیګر پنځه بجې پیل شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۴۴ هېوادونو له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده، افغانستان د دغو سياليو په «B» ګروپ کې له کوربه ميانمار، کويټ او جاپان سره لوبېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a715s