افغانستان له «ډيپي ورلډ» سره د بندرونو د نويوالي شرطپاڼه لاسلیک کړه

ماليې وزارت د رياستالوزرا په اقتصادي معاونيت کې له «ډيپي ورلډ» شرکت سره د پانګونې شرطپاڼه لاسليک کړې ده.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د همدې معاونيت د دفتر عمومي رييس مفتي عبدالله عزام په حواله ويلي، دغه شرطپاڼه به هغو تړونونو او بهرنۍ پانګونې ته لار هواره کړي چې له مخې به يې د هېواد سواګريز بندرونه عصري او په نوي ټېکنالوژۍ سبمال شي.
ښاغلي عزام زياته کړې، د یادې شرطپاڼې پر بنسټ به راتلونکي تړونونه د دې وړتیا ولري چې په اړوندو بندرونو کې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره تاسیسات پراخ، عملیاتي او مدیریتي چارې به د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ ترسره او ټول فعالیتونه به د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړي پړاو کې به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د حیرتان بندر، په دويم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان د فرضي کرښې پر سر د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبال او زېربنايي چارې به یې د نړیوالو معیارونو سره سمې برابرې شي.
د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت په وينا، دا لړۍ به د هېواد نورو لوژستیکي لیکو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته پراختیا پيدا کړي.

