افغانستان: متحده عربي اماراتو د زلزله‌ځپلو ژغورنې ډله ولېږله

د متحده عربي امارتو «شارجه ۲۴» رسنۍ خبر ورکړی، چې دې هېواد په بشري مرستو سمبال د ګډو عملیاتو د قومندانۍ اړوند د ژغورنې یوه ډله افغانستان ته استولې ده.

د راپور له مخې، دغه ډله د متحده عربي امارتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان په امر استول شوې.

ټاکل شوې دغه ډله د هېواد د ختیځو ولایتونو په زلزله‌ځپلو سیمو کې د پلټنې او ژغورنې عملیات وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5202a
دکمه بازگشت به بالا