افغانستان ملي فوټبال او فوټسال لوبډلې اندونیزیا ته رسېدلې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اندونیزیا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو لپاره د هېواد ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۱۴ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې علي‌احمد محسني، علي‌رضا جعفري او محمدجواد صفري د لوبډلې ګول‌ساتونکي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز عباس حیدري، حمیدرضا حسيني، خداداد ابراهیمي، رضا حسین‌پور، محمد مرادي، سیدمرتضی حسيني، فرزاد محمودي، سیدمجتبی حسيني، اکبر کاظمي، امید قنبري او سیدحسین موسوي د لوبډلې نور بلل شوي لوبغاړي دي.
په همدې حال کې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بله خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړي، په ټایلنډ کې د تمریناتي کمپ تر بشپړېدو وروسته، نن سهار (یک‌شنبه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته رسېدلي دي.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دي.
د دغو سیالیو وروستۍ پړاو به د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۷مې بیا د فبرورۍ تر ۷مې)، د ۱۶ لوبډلو په ګډون په اندونیزیا کې ترسره شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W182W
دکمه بازگشت به بالا