افغانستان نن له ترکمنستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي اسیا اتلولۍ په دویمه سیالۍ کې له ترکمنستان سره مخ کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو پیل شي.

افغان لوبډله، چې خپله لومړۍ سیالي یې بایللې، هڅه کوي په دې لوبه کې د بریا له لارې خپل مقام ښه کړي.

بلخوا ترکمنستان هم د نمرو ترلاسه کولو او د خپل دریځ پیاوړتیا لپاره میدان ته ښکته کېږي.

تمه کېږي دا سیالي نږدې او په زړه پورې وي، ځکه دواړه لوبډلې د بریا لپاره جدي هڅې کوي.

دکمه بازگشت به بالا