افغانستان-پاکستان: ملګرو ملتونو رپورټر د افغانانو د ایستلو د ودرولو غږ کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو د ایستلو پلان شوې لړۍ وځنډوي.
نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي: “د افغانستان ختیځ کې د ویجاړوونکې زلزلې پایله کې، زه پر پاکستان غږ کوم چې د افغانانو د پلان شوي اخراج پروګرام لږترلږه ودروي او په سیمه کې د بشري مرستو پر ملاتړ تمرکز وکړي. دا به د یو مهربان ګاونډي عمل او فوري لومړیتوب وي”.
ښاغلي بېنېټ وړاندې لیکلي: “په داسې حال کې چې د افغانستان د زلزلې د ویجاړۍ کچه څرګندېږي، زما ژوره همدردي له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره ده. په سیمه کې د زړورو لومړنیو ځواب ویونکو مننه کوم. د تل په څېر ښځینه بشري مرستندویانې اړمنو خلکو ته د مرستې رسولو کې حیاتي رول لري”.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a717s