افغانستان په درې هېوادیزه لوبلړۍ کې پاکستان مات او پایلوبې ته لار وموندله

افغانستان په درې هېوادیزه لوبلړۍ کې پاکستان ته ماته ورکړه.
د دریو هېوادونو په دې لوبلړۍ کې د افغانستان او پاکستان دا دویمه لوبه وه او افغانستان دې لوبه کې بری ترلاسه کړ.
نو اوس ویلی شو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ به د سپټمبر په ۷مه د همدې لوبلړۍ پایلوبه هم ترسره شي.
له دې وړاندې افغانستان او پاکستان دواړو له متحده عربي امارتو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي او همدا دواړه لوبډلې به یو ځل بیا هم له اماراتو سره لوبه کوي.
دې لوبه کې افغانستان بچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د افغان لوبډلې پیل ښه نه و او رحمن الله ګربز ژر خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
له هغه وروسته ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اتل خورا ښه ملګرتیا وکړه او دواړو پنځوسیزې پوره کړې. د دوی دواړو د توپ وهنې له امله افغانستان په یوه ښه وضعیت کې شو. له هغه وروسته د منځ توپ وهونکو یو ځل بیا هم د پام وړ منډې ونه کړې، خو د پاکستان لپاره د ۱۷۰منډو هدف هم کافي شو.
افغانستان له پاکستان سره په همدې لوبه کې دوه لوی بدلونونه راوستي وو چې الله محمد غضنفر او نور احمد لکڼوال ته یې د لوبېدو موکه ورکړې وه.
دا په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د غضنفر لومړۍ لوبه وه.
د افغانستان پیاوړې ورو توپ اچونې ته په کتو د کرېکټ یو شمېر مینه‌والو هم غوښتل چې دغو دوو لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړل چې مقابلې لوبډلې په خپل قوي ټکي تر فشار لاندې راولي.
د توپ اچونې په برخه د افغانستان لپاره ښه پیل فضل الحق فاروقي ورکړ چې په خپل لومړي اوور کې یې د پاکستان صایم ایوب اوټ کړ. دویم اور کې یې په یوه نه لوبېدونکي این سوینګ بال فرهان صاحبزاده بولډ اوټ کړ.
په پاور پلې کې پاکستان بیا نورې ویکټې ورنکړې، خو توپ اچونې ته د محمد نبي په راتګ سره د پاکستان دریم لوبغاړی هم وسوځېده.
محمد نبي د فخر زمان په اوټولو سره په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې هم پوره کړې.
له هغه وروسته د افغانستان ورو بالرانو د پاکستان توپ وهونکي یو په بل پسې وسوځول او ملګرتیا ته یې پرېنښودل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a712s
دکمه بازگشت به بالا