افغانستان کې جګړهييز جنايت؛ پخوانی اسټراليايي سرتېری محاکمه کېږي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د استرالیا پخوانی ځانګړی سرتېری بن رابرټس-سمېت د افغانستان جګړې پر مهال د بېوسلې کسانو د وژنې په تور نیول شوی او ټاکل شوې محکمې ته حاضر شي.
پر نوموړي تور دی چې یا یې خپله پر بندیانو ډزې کړې او یا یې تر قوماندې لاندې سرتېرو ته د ډزو امر ورکړی دی.
نوموړي دا تورونه رد کړي او مخکې یې دغه ادعاوې «ناوړه او له کینې ډکې» بللې دي.

