افغانستان کې د سږکال پنبه حاصلات ۱۵۸ زره ټنه ته ورسېدل

د ا.ا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۸ زره ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې سږ کال د هېواد په ۱۰۴ زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې څه باندې ۱۵۸ زره مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې تر ټولو لوړ حاصلات په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همداراز لیکلي چې پنبه د لوړ ارزښت لرونکی صادراتي او د کوکنارو بدیل محصول بلل کېږي.
څو ورځې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و چې په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې افغانستان توانیدلی چې تر ۱۰۰ زره ټنه ډېره پنبه نړیوالو بازارونو ته صادره کړي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالسلام جواد په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې د صادره شوې پنبې دقیق وزن ۱۰۴ زره ټنه دی، چې مجموعي ارزښت یې له ۸۶ میلیون ډالرو څخه اوړي.
بلخوا کارپوهانو ویلي چې که په دې برخه کې پر بنسټیزو پروژو پانګونه وشي، افغانستان کولی شي په نږدې راتلونکي کې د پنبې د تولید په برخه کې په یو مهم سیمهییز ځواک بدل شي.

