افغانستان کې د ماینونو ګواښ لا هم جدي دی

د ماین پاکۍ د همغږۍ ادارې د ۲۰۲۵ کال شمېرې ښيي چې افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو توکو ګواښ لا هم جدي دی.
د راپور له مخې، په ټول هېواد کې ۲۱۷ پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. ختیځ زون له ۶۷ پېښو سره تر ټولو ډېر زیانمن شوی، لوېدیځ کې ۴۸ او سوېل کې ۳۴ پېښې ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، د هرې مړینې ترڅنګ شاوخوا څلور تنه ټپیان کېږي او ډېری ټپیان له اوږدمهاله معلولیت سره مخ کېږي. ماشومان د قربانیانو لویه برخه جوړوي او د ټولو پېښو شاوخوا ۶۶ سلنه زیانمن کسان ماشومان دي.
همداراز ویل کېږي، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې ډېری یې ماشومان دي.
د ماشومانو د ساتنې اړوند ادارو په وینا، د یو کال په موده کې سلګونه ماشومان د دغو چاودېدونکو توکو له امله مړه یا معلول شوي دي.

