افغان الاصله کاناډايي سندرغاړی عمر نیاز په ډزو ووژل شو

افغان الاصله کاناډايي راپ سندرغاړی عمر نیاز، چې په «LILTO» مشهور و، د انتاریو د برلینګټن ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د موټرو په تمځای کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي، چې نوموړی لومړی ټپي شوی و، خو د غاړې د سختو ټپونو له امله روغتون ته د لېږد پر مهال ساه ورکړه.
پولیس وایي، دوه شکمن کسان یې نیولي چې د پېښې له ځایه تښتېدلي وو، او د پېښې د انګېزې او نورو جزئیاتو په اړه څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې درې کاله وړاندې هم پر عمر نیاز د خپل کور مخې ته برید شوی و او شاوخوا ۵۲ مرمۍ پرې ویشتل شوې وې، خو هغه مهال ترې ژوندی پاتې شوی و.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a108b
