افغان لوبغاړی جاوېد بشارت رسمي له «UFC» سازمان څخه ووت

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت په رسمي ډول له ازاده مباروز سازمان «UFC» څخه خپل وتل تایید کړل. هغه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، «له UFC سره مې فصل پای ته رسېدلی دی. زه د یوه لوبغاړي په توګه په لوړ سر او پوره باور دغه سازمان پرېږدم».
بشارت زیاته کړه، د هغه مسلکي معیارونه په هیڅ ډول نهدي بدل شوي او د یوه مبارز په توګه چې تل د غوره لوبغاړو په ډله کې و؛ هغه په ټولو شرایطو کې د مسلکي اصولو، نظم او درناوي سره چلند کړی او هغه به دغه چلند ته دوام ورکړي.
دغه افغان لوبغاړي له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې د هغه ملاتړ کړی او لیکلي یې دي: «زه له هر هغه چا مننه کوم، چې زما ترڅنګ ولاړ وو؛ زه د دوی د ملاتړ ستاینه کوم».
څو ورځې وړاندې د UFC سازمان په رسمي وېبپاڼه د جاوید بشارت دریځ له «فعال» څخه پر «د مبارزې په حال کې نهدی» بدل شو، یادې موضوع د نوموړي لوبغاړي او د ازاده مبارزو مینهوالو ترمنځ ګڼې پوښتنې راپورته کړې.
اوس د هغه له رسمي تایید سره دا روښانه شوه، چې جاوېد بشارت نور په UFC کې لوبه نهکوي. خو د هغه کشر ورور فرید بشارت چې تر اوسه یې کومه ماته نهده تجربه کړې، په دغه سازمان کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.
۲۹ کلن جاوېد بشارت په خپلو مسلکي لوبو کې ټولټال ۱۵ بریاوې او ۲ ماتې لري. هغه په UFC سازمان کې ښه فعالیت ثبت کړی، چې څلور بریاوې، دوه ماتې او یوه مساوي لوبه یې کړې ده.
په دغه سازمان کې د هغه وروستۍ لوبه هم په بریا پای ته ورسېده. دا لا روښانه نهده، چې جاوېد بشارت به د UFC سازمان تر پرېښودو وروسته د MMA له کومې ادارې سره تړون لاسلیک کړي.

