افغان لوبډله د نیوزیلنډ پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې پاتې راغله

د ۲۰۲۶ کال شل اوریزو سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (یکشنبه، د فبروري ۸مه) د نیوزیلنډ پر وړاندې خپله لوبه وبایلله او د ۱۸۳ منډو هدف په دفاع کې پاتې شوه.
افغان لوبډله د پچې په ګټلو سره راشد خان ته د توپوهنې پرېکړه وسپارله. په لوبه کې ګلبدین نایب د افغانستان لپاره غوره توپوهنه وکړه او په ۳۵ توپونو یې ۶۳ منډې جوړې کړې، چې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې یې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.
که څه هم افغان لوبغاړي د توپوهنې پر مهال ښه وځلېدل، خو د توپ اچونې برخه یې ستونزمنه وه. نیوزیلنډ لوبغاړو په هر اوور کې څو څلوریزې او شپږیزې ووهلې او د ټاکل شوي هدف په اسانه ترلاسه کولو توان پیدا کړ. دغه لوبه دا هم څرګنده کړه چې نیوزیلنډ لومړی ځل و چې په شل اوریزو لوبو کې له ۱۷۰ منډو پورته منډې وکړې.
د افغانستان لوبډله به په یادو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې چارشنبې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي، چې د بل پړاو لپاره یې لاره اسانه کړي.

