افغان لوبډله د وېسټ انډیز پر وړاندې دویمه تمریناتي لوبه کوي

د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام چمتووالي سیالیو په لړ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د وېسټ انډیز پر وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه کوي. افغان لوبډلې پرون د سکاټلنډ پر وړاندې په خپلې لومړۍ تمریناتي لوبه کې د ۶۱ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړه.
د دغه نړۍوال شل‌اوریز جام د تمریناتي لوبو لړۍ د فبرورۍ له دویمې نېټې څخه په هند او سریلانکا کې پیل شوې، چې د ټولو لوبډلو لپاره د رسمي سیالیو وړاندې د چمتوالي مهمه برخه بلل کېږي. ټولې ۱۶ تمریناتي لوبې به د فبرورۍ تر شپږمې نېټې دوام وکړي.
په لومړۍ تمریناتي لوبه کې چې د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه، افغان ملي لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې. په دغه سیالۍ کې د افغانستان له‌خوا دروېش رسولي ۸۴ منډې، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي ۳۴ چټکې منډې وکړې.
بل اړخ ته سکاټلنډ لوبډلې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او د ۶۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه. افغان توپ اچوونکو په دغه سیالۍ کې ښه توپ اچونه وکړه، چې عظمت الله عمرزي درې او محمدنبي دوه وېکټې واخیستې.د ۲۰۲۶کال د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالۍ به د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شي او د مارچ تر ۸مې به دوام وکړي. په دغه جام کې د نړۍ ۲۰ مخکښې لوبډلې ګډون کوي. د افغانستان ملي لوبډلې لومړۍ سیالي (د فبرورۍ په ۸مه) د نیوزېلنډ پر وړاندې په چنای کې ترسره کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w843w
دکمه بازگشت به بالا