افغان پنبې ته د بنګله‌دېش د ټوکر صنعت له خوا لېوالتیا ښودل شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د وزارت معین احمدالله زاهد په بنګله‌دېش کې د BKMEA تر چتر لاندې د ټوکر لویو تولیدي کارخونو ته ورغلی دی.
په کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د پنبې پر صادراتو، د سوداګرۍ د دوامدارې پراختیا او د اقتصادي همکارۍ پر ټینګه کولو خبرې وکړې.
د بنګله‌دېش د ټوکر تولیدوونکو اتحادیې د لوړ کیفیت افغان پنبې د اخیستلو او د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې، چې په وینا یې به دواړو هېوادونو ته اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
د وزارت په وینا، دا هڅې د صادراتو د پراختیا، اقتصادي ودې او د هېواد د سوداګریز ظرفیت د لوړولو لپاره مهمې دي.

دکمه بازگشت به بالا