افغان ځواکونه: ۲۲ پاکستاني پوستې مو نړېولې او ۵۸ پوځیان مو وژلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت یوې معتبرې سرچینې سریع خبري اژانس ته وویل، چې ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني اهدافو بریدونو پایله کې د پاکستان پوځ ۲۲ پوستې له منځه وړل شوې دي.

یاده سرچینه وايي، چې دا پوستې د افغان وسله وال ځواک له لوري د هېواد ۷ ولایتونو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې ویجاړې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې ۱۲ پوستې په کونړ او ننګرهار، ۴ په پکتیا ځاځي اریوب، ۳ په خوست ځاځي میدان، ۱ د کندهار په معروف، ۱ په پکتیکا او یوه د هلمند په بهرامچې کې له منځه وړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ځواکونو تېره شپه د پاکستاني بریدونو غبرګون کې د هغوی پوځي اهداف د فرضي کرښې په اوږدو کې په نښه کړل، چې دې بریدونو کې یې د پوستو نیولو ترڅنګ ۵۸ پاکستاني پوځيان هم ووژل.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6498a
دکمه بازگشت به بالا