افغان کرېکټ ملي لوبډله په خوست کې د سریلانکا پر وړاندې تمرینات پیل کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د کرېکټ ملي لوبډلې او الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې او پنځوس اوریزې لوبلړۍ لپاره په خوست کې تمرینات پیل کړي دي.
د بورډ په وینا، د تمریناتو کمپ د فبروري په ۶مه نېټه په رحمت‌ولي مسرور کرکټ لوبغالي او اکاډمۍ کې پیل شوی او تر فبروري ۲۶مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې کمپ کې د ملي لوبډلې ۱۸ لوبغاړي ګډون لري او تمرینونه د لوبډلې د بشپړ چمتووالي لپاره په منظمه توګه روان دي.
افغان کرېکټ بورډ همدارنګه ویلي، چې د مارچ میاشتې په دویمه لسیزه کې به په متحده عربي اماراتو کې د سریلانکا کوربه‌توب لاندې رسمي لوبلړۍ ترسره شي. د لوبو رسمي نېټې او لوبغالي به ډېر ژر اعلان شي، څو د کرېکټ مینه‌والو لپاره د لوبو بشپړ جدول معلوم او د ګډون لپاره چمتووالی ونیول شي.
د بورډ چارواکو ټینګار کړی، چې دا تمریناتي کمپ د لوبډلې فزیکي، تخنیکي او ذهني چمتووالي لپاره خورا مهم دی، څو افغان لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ښه وړاندې شي او د هېواد نوم لوړ کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q699q
دکمه بازگشت به بالا