افغان کډوال: شاوخوا ۱۰۵۰۰ تنه جبري راستانه شوي او اړین خدمتونه ورکړل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د تېرې ورځې راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو لارو شاوخوا ۱۰۵۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه راستانه او اړین خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، په ټوليزه کچه له يادو لارو ۲۰۷۶ کورنۍ چې ۱۰۵۳۴ تنه غړي لري، ثبت شوي، له ۱۵۵۱ کورنیو چې ۸۴۶۰ تنه غړي لري خپلو سيمو ته لېږل شوي، له ۱۷۷۴ کورنیو سره مالي مرسته شوې او ټولو کډوالو ته ۳۳۲۰ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5062a