افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شول: زرګونو کورنیو ته نغدي او روغتیايي مرستې برابرې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو سلګونه افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او اړین خدمتونه هم ورته برابر شوي دي.

د راپور پر بنسټ، یوازې د همدې ورځې په ترڅ کې ټولټال ۱۱۶۸ کورنۍ چې ۶۷۸۵ تنه کېږي ثبت شوي، ۸۵۹ کورنۍ چې ۴۶۵۰ تنه کېږي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي، له ۱۰۲۰ کورنیو سره نغدي مرسته شوې او ۱۱۰۲ کسانو ته سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

ياد کمېسيون وايي، چې دغه شمېر کورنۍ د هرات – اسلام کلا، د نیمروز – ورېښمو، د کندهار – سپین بولدک، د ننګرهار – تورخم او د هلمند – بهرامچې له لارې هېواد ته راستنې شوي دي.

د راپور له مخې، ستنېدونکو کډوالو ته د نغدو پيسو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ترڅنګ عامه پوهاوی هم ورکړل شوی او هغوی د ثبت، لېږد، مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د اسلامي نظام د ارزښتونو په اړه خبرې شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5770a
دکمه بازگشت به بالا