افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې میدان ته کوزېږي

افغانستان د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د نن هند د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
افغان لوبډله نن(چهارشنبه، د فبروري ۴مه) د افغانستان پر مهال د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو د ۲۰۲۶ کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د هند د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې ده.
د لوبې پچه افغانستان ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتن تراټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړیوال جام کې د هندوستان پر وړاندې له ننۍ نیمه پایلوبې مخکې تېره شپه له افغان ځوانانو سره خبرې وکړې. نوموړي افغان ځوانانو ته ډاډ او اطمینان ورکړ چې دوی د یادې لوبې د ګټلو پوره وړتیا لري او که له خپل پلان او وړتیا سره ولوبېږي، نو له شک پرته یاده لوبه په خپله بریا پای ته رسولی شي.
تمه ده نننۍ لوبه د افغانستان په ګټه پایټه ورسېږي او افغانستان پایلوبې ته ووځي
د یادولو ده چې دا له ۲۰۱۸م او ۲۰۲۲ کال وروسته دریم ځل دی چې افغان لوبډله د ځوانانو نړیوال جام د نیمه پایلوبو پړاو ته رسېږي.

