البانیزي: د ایران سفیر ویستل له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته بې‌ساری ګام دی

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې، له خپل هېواده د ایران د سفیر ويستل یو «بې‌ساری» اقدام بللی او له دغه پرېکړې يې دفاع کړې ده.

نوموړي څرګنده کړې، چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا داسې ګام پورته کوي. هغه ټینګار کړی: ((د یهودیت ضد چلند لپاره هېڅ ډول زغم نشته.))

البانیزي تر دې وړاندې ایران تورن کړی و، چې د یهودو پر وړاندې په دوو بریدونو کې لاس لري او همدې ادعاوو د ایران سفیر ويستلو ته زمینه برابره کړه.

لینک کوتاخ

https://sarie.news/b5979a
دکمه بازگشت به بالا