الفاشر سقوط سلګونه ملکي کسان وژل شوي، شاوخوا ۶۲ زره تښتېدلي

د سیمه‌ییزو سرچینو او عیني شاهدانو په وینا، سلګونه ملکي کسان د الفاشر ښار د نیولو پر مهال وژل شوي دي.

دا ښار د دارفور لویدیځ کې د سوډان د پوځ وروستی مهم مرکز و.

د رویټرز د راپور له مخې، شاهدانو او مرستندویانو ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) پر ملکي وګړو ډزې کړي.

یو شمېر بې‌ځایه شویو کسانو ویلي، ښار سقوط کړی او هر څوک چې د وتلو پر مهال سامانونه له ځانه سره وړل، وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، تر اوسه له ۶۲ زرو زیات کسان له الفاشر تښتېدلي، په داسې حال کې چې لسګونه زره نور لا هم د سختو بشري شرایطو لاندې په ښار کې پاتې دي.

ملګري ملتونه وضعیت “وېرونکی او له فاجعې ډک” بللی او د بشري مرستو د بندېدو او پر ملکي کسانو د دوامدارو بریدونو له امله خبرداری ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6917a
دکمه بازگشت به بالا